چارشنبه، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادیالآخرې ۱۴مه، چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د قوس له ۴مې سره برابره ده په جامعه ملاعلی القاری الهروی رحمه الله تعالی کی د ۱۷ ګڼې فرمان د تطبیق په موخه د سیالۍ ازموینې راپور نن ورځ زموږ په اداره کې د شیخالاسلام، امیرالمؤمنین حفظهال
یاده ازموینه د کارکوونکو او فاضلانو د علمي کچې، مسلکي وړتیا، د فرمان د محتویاتو په اړه د پوهاوي او د اړوندو لارښوونو د سم درک او تطبیق په موخه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې ګډونوالو په پوره لېوالتیا او مسؤولیتپالنې سره برخه واخیسته او هڅه یې وکړه چې خپلې علمي او مسلکي وړتیاوې په ښه توګه څرګندې کړي.
د یادونې وړ ده چې د دا ډول علمي او ارزونیزو ازموینو ترسره کول د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د اداري چارو د لا ښه والي، د مسؤولیتونو د سم ترسره کولو او د اړوندو فرمانونو او لارښوونو د عملي کېدو په برخه کې مهم رول لري.
په پای کې هیله څرګنده شوه چې د یادې ازموینې پایلې به د کارکوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو په لوړولو او د اداري چارو په لا ښه تنظیم کې مثبت اغېز ولري. مدیریت دعوت وارشاد جامعه ملا علی قاری هروی رح
