د امیرالمؤمنین د ۱۷م فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه په جامعه ملا علي قاري کې ترسره شوه

alhj_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۳۴
h


د چهارشنبې په ورځ، د دعوت او ارشاد مدیریت له لوري د امیرالمؤمنین د ۱۷م فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه د جامعه ملا علي قاري په جامعې کې ترسره شوه.

د یاد فرمان د تشریح او بیان لپاره شیخ مفتي محمد طاهر ناصح صاحب ته بلنه ورکړل شوې وه. مفتي صاحب د خپلو خبرو په پیل کې وویل چې موږ په ډېرو مسئلو کې له خپل وخت څخه وروسته پاتې یو او په ګڼو برخو کې اختلافونه لرو. د دغو ستونزو د حل یوه لاره د امیرالمؤمنین ۱۷م فرمان دی.

نوموړي زیاته کړه چې د فرمان په پیل کې د ا آیت مبارک راوړی:

«لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ»

ژباړه: بېشکه، د الله په رسول کې ستاسو لپاره غوره بېلګه ده.

همدارنګه، په یوه حدیث شریف کې راغلي دي چې څوک زموږ په دین کې داسې نوی کار رامنځته کړي چې زموږ له دین څخه نه وي، هغه کار مردود او نه منل شوی دی. همدارنګه، الله تعالی فرمایي:

«وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا»

ژباړه: رسول الله ﷺ چې څه درکړي، هغه واخلئ او له څه شي څخه چې مو منع کړي یاست، له هغه څخه ډډه وکړئ.

مفتي صاحب څرګنده کړه چې که زموږ کړنې له حدیث شریف او د شریعت له لارښوونو سره سمون ولري، د منلو وړ دي؛ خو که ورسره مخالفې وي، مردودې دي.

زموږ ازموینه هغه وخت پیلېږي چې خوښي او غم راشي. کله چې خوښي راشي، باید د شریعت اصول په پام کې ونیسو. زموږ پر ټولنه ډېر داسې دودونه حاکم دي چې پرېښودل یې راته ستونزمن دي، خو له دې سره سره باید ناسم دودونه پرېښودل شي.

صحابه کرامو رضي الله عنهم به یو بل ته د سورة العصر سورت یاداوه او د دین پر ټولو احکامو به یې د عمل کولو سپارښتنه کوله. الله تعالی فرمایي:

«وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ»

ژباړه: نصیحت کوه، ځکه نصیحت مؤمنانو ته ګټه رسوي.

نوموړي وویل چې زموږ په ټولنه کې له ناسمو دودونو څخه یو هم د نکاح او واده په مراسمو کې رواج شوي لګښتونه او کړنې دي.

د نکاح او واده په اړه د ناسمو دودونو بیان

۱. د نکاح په مراسمو کې د لګښتونو زیاتوالی:
په حدیث شریف کې هغه نکاح غوره بلل شوې ده چې لګښت او تکلیف یې لږ وي. خو زموږ په ټولنه کې څومره چې دودونه او لګښتونه زیات وي، هغومره پرې ویاړو او خوشحالېږو. دا کار سم نه دی او باید له دې ډول کړنو څخه ډډه وشي.

۲. د نر او ښځې رضایت:
د نکاح لپاره د نارینه او ښځې رضایت اړین دی. په زور او جبر سره نکاح کول روا نه دي. که داسې پېښه رامنځته شي، محاکم به د هغوی شکایت واوري او د موضوع څېړنه به وکړي.

۳. مهر د ښځې شرعي حق دی:
مهر د ښځې حق دی او مور او پلار یې باید د هغې له اجازې پرته وانخلي. که ښځه په رښتینې خوښه خپل مهر مور او پلار ته ورکوي، بیا هم باید لومړی مهر هغې ته وسپارل شي، څو خپله پرېکړه وکړي. غوره دا ده چې له مهر څخه د ښځې حق وا نه خیستل شي.

۴. د نارې یا ځانګړي دود له امله د ښځې د بل چا ملکیت ګڼل:
ځینې خلک داسې دود لري چې که یوه ښځه پر یوه سړي ناره وکړي، نو هغه ښځه د هماغه سړي ګڼل کېږي. دا دود په شریعت کې هېڅ معتبر شرعي بنسټ نه لري.

۵. د لور د شیدو د پیسو غوښتنه:
ځینې مور او پلار د خپلې لور د شیدو په بدل کې له زوم یا بل چا څخه پیسې غواړي. د دې دود لپاره هم په شریعت کې معتبر شرعي بنسټ نشته.

۶. د جامو ورکولو دودونه:
د واده په مناسبت د جامو د ورکولو دودونه په شریعت مطهره کې شرعي بنسټ نه لري او باید له ناسمو او بې‌بنسټه دودونو څخه ډډه وشي.

۷. په ټاکلې میاشت او ټاکلې نېټه د واده کولو دود:
دا چې واده باید په یوه ځانګړې میاشت یا ټاکلې نېټه ترسره شي، یو ناسم دود دی. واده باید د شریعت له لارښوونو سره سم ترسره شي، نه د بې‌بنسټه دودونو له مخې.

۸. په دولتي موټرو کې د واده د مراسمو ترسره کول:
د اسلامي امارت دولتي موټرونه باید د واده د مراسمو لپاره ونه کارول شي.

۹. د واده پر مهال د موټرو ځغلول:
د واده په مراسمو کې د موټرو ځغلول او بې‌احتیاطي کول ناوړه کړنه ده او باید ترې ډډه وشي.

۱۰. د نکاح شغار (مخی):
د نکاح شغار، چې په ځینو ځایونو کې د مخي په نوم یادېږي، یو ناسم عمل دی او باید ترې ډډه وشي.

پایله

په پای کې مفتي صاحب ټینګار وکړ چې هر هغه عمل چې په شریعت مطهره کې شرعي بنسټ ونه لري، باید په بشپړه توګه ترې ډډه وشي؛ ځکه د ناسمو دودونو پایلې ډېرې ناوړه وي. مسلمانان باید خپل ژوند، په ځانګړې توګه د نکاح او واده چارې، د شریعت له اصولو او لارښوونو سره سمې برابرې کړي.

د خپرونو او عامه اړیکو مدیریت

نېټه: ۹/۵/۱۴۴۸ هـ.ق، چهارشنبه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۳۴
Background image

د امیرالمؤمنین د ۱۷م فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه په جامعه ملا علي قاري کې ترسره شوه


د چهارشنبې په ورځ، د دعوت او ارشاد مدیریت له لوري د امیرالمؤمنین د ۱۷م فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه د جامعه ملا علي قاري په جامعې کې ترسره شوه.

د یاد فرمان د تشریح او بیان لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعی نوی رئیس معرفي سو .

نن د هرات په ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه کې په جوړه شوې غونډه کې مفتي سید انوارالحق حبیبي د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه د نوي رئیس په توګه د مفتي عبدالستار المحسن، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه د «اول نمره» محصلانو د استخدام بهیر پیل شوی دی.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې شاوخوا ۱۵۵۵ محصلان ممتاز د ارزونې او معاینې لپاره راټول شوي دي او له امتحان وروسته به د اړتیا پر بنسټ په بېلابېلو دولتي ادارو کې، لکه ستره محکمه، د حج او. . .

BACK TO NEWS