د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعی نوی رئیس معرفي سو .
نن د هرات په ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه کې په جوړه شوې غونډه کې مفتي سید انوارالحق حبیبي د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه د نوي رئیس په توګه د مفتي عبدالستار المحسن، د جامعی د پخواني رئیس، الحاج مولوي غلام دستګیر الهام، د ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس، د پوهنتون د مرستیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو په حضور کې معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړه.
په دې مراسمو کې مفتي عبدالستار المحسن د مفتي سید انوارالحق حبیبي د نوي رئیس په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او ورته یې په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه. نوموړي د امانتدارۍ، اخلاص او ژمنتیا پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د پوهنتون د علمي ودې او پرمختګ لپاره باید په رښتینې توګه خدمت وشي. هغه د اسلامي لارښوونو په رڼا کې مسؤلیت یو ستر امانت وباله او له ټولو استادانو، مسؤلینو او اداري کارکوونکو یې وغوښتل چې د همکارۍ، همغږۍ او یووالي په ساتلو سره د پوهنتون له نوي مشرتابه سره د علمي او اداري چارو په پرمخ وړلو کې بشپړه همکاري وکړي.
همدارنګه الحاج مولوي غلام دستګیر الهام، د ولایت مقام د کارکوونکو چارو رئیس، وویل چې په اداري مسؤلیتونو کې بدلون او تبدیل یو طبیعي اصل دی. نوموړي د پخواني رئیس له خدمتونو او هڅو څخه مننه وکړه او مفتي سید انوارالحق حبیبی ته یې په نوې دنده کې د بریا او کامیابۍ هیله څرګنده کړه.
