د ملا علي القاري الهروي رح د جامعې په ریاست کې دناسمو رواجونو اړوند دامیر المؤمنين حفظه الله دفرمان دتطبيق په موخه کنفرانس دائر شو
دغه فرمان د ناروا رسمونو، او غيرشرعي رواجونو د مخنيوي لپاره صادر شوی او له ټولنې یې غوښتنه کړې چې د شريعت له حدودو بیرون دودونه او رواجونه پرېږدي او د اسلامي او نبوی اصولو پابندي غوره کړي. د سيمينار په پيل کې د جامعې يو تن فاضل مولوي صاحب نصير احمد روفي د قران کريم د څو مبارکو آیاتونو تلاوت وکړ، چې د معنويت، خشوع او قرآني تأثر يوه ژوره فضا يې رامنځته کړه. وروسته د یادې جامعې استاد شيخ صاحب احمد سکندري وینا پیل کړه، د شیخ الحدیث اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان شرعي، اجتماعي او اصلاحی اهمیت یې بيان کړ، هغه وويل چې دا فرمان يوازې يو اداري سند نه دی، بلکې يو شرعي او ټولنيز تعهد دی، چې د فاسدو رواجونو پر وړاندې د افغانستان داسلامي امارت موقف څرګندوي. نوموړي زياته کړه چې د شیخ الحدیث اميرالمؤمنين حفظه الله له خوا دا ډول فرمانونه د اسلامي نظام د واقعي تطبيق يوه روښانه نښه ده، او دا مسؤليت پر موږ او تاسو ټولو راځي چې د دغو اصلاحاتو ملاتړ وکړو. شيخ احمد سکندري د فرمان د محتوا پر بنسټ په هغو رواجونو شرعي نقد وکړ چې د خلکو ترمنځ دود شوي، خو د شريعت له نظره ناروا، ظالمانه او د اسراف سبب دي. نوموړي مثالونه ورکړل؛ د ودونو د اسراف نه ډک مراسم، دې ورته نور رواجونه،او د ټولنيز فشار له امله د نامشروع او نامعقولو عنعناتو تعقیب د شرعیت خلاف عمل دی. هغه ټینګار وکړ چې که خلک په ټولنه کې د شیخ الحدیث اميرالمؤمنين حفظه الله دغه فرمان ته عملي بڼه ورکړي، نو نه يوازې به د ټولنې اقتصادي فشارونه کم شي، بلکې د اسلامي اخوت، ورورولی، عدالت او تواضع فضا به هم تقويه شي. نوموړي د فاضلانو، استادانو، اداري مسولینو او عام ولس مسؤوليت ياد کړ، چې د دا ډول اصلاحاتو ملاتړ وکړي او د بدو رواجونو پر ځای د نبوي سنت عملي بڼه خپره کړي. په پای کې د دغه بابرکته او علمي سيمينار اختتامیه دعا د یادې جامعې د تخصصاتو رئیس، مفتی محمد یحیی «العباد»له لوري وشوه. نوموړي په خپلې دعا کې اميرالمؤمنين حفظه الله ته د روغتیا، د اسلامي نظام د بقا، د ټولنې د اصلاح، او حاضرینو ته د علمي پرمختګ دعا وکړه، او له الله تعالی څخه يې وغوښتل چې ټول مسلمانان د ناروا رسمونو له شره وساتي او د سنت نبوي پر رڼا د برابر ژوند کولو توفیق ورکړي. په یاد سيمينار کې د جامعې درئيس په شمول دجامعې مسولینو استادانو، کارکوونکو او فاضلانو ګډون کړی و.
نن پنج شنبه ۱۴۴۶/۱۲/۲۲هـ ق نېټه دهرات ملاعلي القاري رحمه الله دیني جامعه.
