د افتاء اوقضاء څانګي څخه( ٤٨) تنه متخصصین د يو شاندارو مراسمو په ترڅ کښي فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول:
د هرات ملا علي القاري ؒ جامعې ریاست اړوند د افتاء او قضاء څانګي څخه ( ٤٨) تنه متخصصین علماءکرام تر دوه کلن تحصیلي مزل او د ټاکل سوي نصاب او د تعین سوي استفتاؤ د حل کیدو وروسته فارغه سول؛ چي په همدې موخه د یادي جامعې د فراغت غونډي ته د مولانا محمد بلخي تالار کښي شانداره مراسم تر سره سول، چي پکښي، د هرات ولايت
د بېلابیلو نظامي او مُلکي ادارو مسئولانو، د فارغ سوو علماؤ کرامو د کورنیو غړو او په زرونو (زرګونه) هیوادوالو ګډون کړی وو.
غونډه دهرات نوم وتي قاري مولوي عبد القدیر صاحب لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پېل سوه.
په سر کښي د افغانستان د اسلامي امارت د ملا علي قاري هروي جامعې استاد محترم مفتي احمد اسکندري صاحب ابتدایې او مقدماتي خبري یې وکړې، لومړی ئې ټولو فارغ سوو علماؤ کرامو ته مبارکي وویله او د جلسې ابتداء یې وکړه .
وروسته د نیمروز ولایت د علماؤ شوراء رئیس او استادالحدیث محترم شیخ مولوي ابوالخیر عبدالرحمن معتصمي صاحب خپله وینا پېل کړه، هغه د خپلو خبرو په پيل کي فاضلانو ته په خطاب کي وویل: په افتاء او قضاء کي اخلاص کوي، چې هر ځای د خدمت زمینه در ته مساعده سوه هلته خپل خدمت کوي.
دغه راز شيخ الحدیث مولوي بورجان صاحب د دارالعلوم رحمانیې مهتمم پخپله ارزښتناکه او علمي وینا کې فاضلانو ته توصیه وکړه چې باید متخصص او مفتي د فتوا په ورکولو کي دقت وکړي، د افتاء او قضاء منصب عادي او معمولي مه ګڼی، اسلامي امارت ته ژمن اوسی او نوري لازمي او مهمي لارښووني ورته وکړې .
ورورسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث والتفسیر مولوي عبدالغني صاحب فاضلانو ته هیله بښوونکي ویناوي وکړي چې د اسلامی امارت دا کړنه د ستایلو ده چې علماؤ ته یې خاص تشخيص او قدر داني وکړه او زموږ د شهیدانو د قربانیو دا نتیجه ده چې موږ د یوه اسلامي نظام څخه برخمن یو او بیا په هغه نظام کي موږ علماء کرامو ته د دوکتورا په کچه د زدکړو زمینه برابره سوې ده.
د غونډي په وروستیو شیبو کي د هرات زون د ملا علي قاری هروي جامعې استاذ دکتور پوهندوی مفتي محمد رضا رخشاني راغلیو درنو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه،د هغو قدر دانی یې وکړې د هغو راتګ او ستړیایې وستایلې، فاضلانو ته یې مهمي سپارښتني او توصیې وکړې چې په فتوا ورکولو کې به جرأت نکوي تر څو چې په ښه توګه مسئله درته مستحضره نه وي، د متونو، شروحاتو،عللو، اصول فقه او اصول افتاء ته باید په ښه توګه متوجه و اوسی،مسئله باید خپله په کتاب کې وکتل سي بیا بل چاته بیان کړل سي، په یوه داسي اساس فتوا ورکول چې د هغه کره والۍ معلوم او ثابت نه وي د هغه څخه باید ډډه وکړل سي.
په وروستیو کښي ورغلیو محتومو شیخو کرامو، خلیفه صاحبانو ټولو فارغ سوي متخصصینو ته د دوی د اخیستل سوي نمرو په اساس په نوبت سره لنګوتې ور وتړلې او هر یوه ته خپله تصدیق نامه د نوموړي جامعې د رئیس دکتور پوهندوی مفتي عبدالستار المحسن صاحب په لاس ورکړل سوه .
وروسته دا لویه له معنویاتو او د خوښیو ډکه غونډه د دارالعلوم هرات مهتمم او مشهور جید عالم مفتي محمد سرور صاحب د امارت اسلامي په بقاء او عامو مسلمانانو ته د خیر دعا کولو سره پای ته ورسېده.
