د ملا علی قاری هروی رح د تخصصاتو په جامعه کې د «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» قانون د رسمي جریدې د درسونو لړۍ پای ته ورسېده
نېټه: پنجشنبه، ۱۴۴۸/۶/۸ هـ.ق = ۱۴۰۵/۸/۲۸ هـ.ش
د ملا علی قاری هروی رح د تخصصاتو جامعې د کارکوونکو، استادانو او فاضلانو د دیني پوهاوي لوړولو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د احکامو د عملي تطبیق په موخه، د دغه جامعې د دعوت او ارشاد مدیریت له لوري د «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» قانون د رسمي جریدې د درسونو لړۍ، چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په فرمان صادر شوې وه، په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.
دغه رسمي جریده یوه مقدمه او څلور فصلونه لري، چې څلور فصلونه یې په ۳۵ مادو مشتمل دي. په یادو درسونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اهمیت، شرعي حیثیت، د محتسب دندې او صلاحیتونه، د منکر د مخنیوي طریقې، د مسلمانانو د اصلاح لارې چارې او د دې قانون ټولې مادې تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شوې.
دغه ارزښتناک کتاب د ماسپښین د لمانځه له ادا کولو وروسته، د جامعې ټولو اداري او خدماتي کارکوونکو، درنو استادانو او فاضلانو ته په درسي بڼه تدریس شو. الحمدلله د جامعې ټولو اراکینو په دې درسونو کې په پوره توجه ګډون وکړ او واورېدل. ځینې وختونه له خدماتي او اداري کارکوونکو څخه امتحان هم اخیستل کېده چې دا کتاب یې څومره زده کړی دی، او هر ځل په امتحان کې خدماتي او اداري کارکوونکي بریالي کېدل.
دغه درسي پروګرام یوازې نظري نه و، بلکې د دې کتاب محتوا په عملي بڼه هم تطبیق او اجرا شوه، او استادان او کارکوونکي د دې قانون د احکامو او مادو د عملي تطبیق له طریقې سره آشنا شول.
جامعه تخصصات ملا علی قاری هروی رح
د خپرونو او عامو اړیکو مدیریت
