د علمای کرامو د عالمیه مرحلو ارزونې ازموینه په هرات پوهنتون کې ترسره شوه.

alhj_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۸
ا

یاده ازموینه نن د شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار، د هرات د ولایت والي؛ شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس؛ د پوهنتون مرستیالانو، د ملا علي القاري الهروي د جامعې رئیس، د هرات ولایت د معارف رئیس، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او ګڼ شمېر علمای کرامو په حضور کې ترسره شوه.

د پرانیستې په مراسمو کې، د هرات والي د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرامینو د درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ او د لوړو زده‌ کړو وزارت د طرزالعملونو د دقیق تطبیق او د امتحانونو د منظم او شفاف برگزار غوښتنه یې وکړه. نوموړي زیاته کړه چې دا بهیر د علمای کرامو د تحصیلي اسنادو د رسمي کولو او د هغوی د علمي حیثیت د لوړولو په لور یو مهم ګام دی.

وروسته له دې، ازموینه په رسمي ډول پیل شوه او پوښتنلیکونه ګډونوالو ته ووېشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعی نوی رئیس معرفي سو .

نن د هرات په ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه کې په جوړه شوې غونډه کې مفتي سید انوارالحق حبیبي د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه د نوي رئیس په توګه د مفتي عبدالستار المحسن، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه د «اول نمره» محصلانو د استخدام بهیر پیل شوی دی.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې شاوخوا ۱۵۵۵ محصلان ممتاز د ارزونې او معاینې لپاره راټول شوي دي او له امتحان وروسته به د اړتیا پر بنسټ په بېلابېلو دولتي ادارو کې، لکه ستره محکمه، د حج او. . .

BACK TO NEWS