دملا علي القاري الهروي – رحمه الله – جامعی د نوي علمي مرستیال د پېژندنې غونډه

alhj_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۹:۲۱
ا

نن د ملا علي قاري هروي – رحمه الله – ديني جامعه د یوې غونډې شاهده وه چې پکې د دې ادارې په علمي برخه کې نوې پاڼه پرانیستل شوه.

په پیل کې د مفتی عبدالوارث بسام – د پخواني علمي مرستیال – له مخلصانه او نه ستړې کېدونکو هڅو او خدمتونو څخه په درنښت او قدردانۍ یادونه وشوه؛ هغه شخصیت چې په اخلاص او ژمنتیا یې خپل دوه ارزښتناک کاله د جامعې د علمي پرمختګ په لار کې تېر کړل.

وروسته، په داسې فضا کې چې د درناوي او هیلو ډکه وه، مفتی عبدالهادي "الحامد" د جامعې د نوي علمي مرستیال په توګه معرفي کړل شول؛ هغه شخصیت چې تمه کېږي د خپلې پوهې او تجربې په مټ د جامعې په علمي او تعلیمي بهیر کې نوې فصل پرانیزي.

که څه هم د استادانو، کارکوونکو او فاضلانو زړونه د خپل محبوب استاد او دوست له بېلتون څخه خپه وو، خو په څنګ کې یې د روښانه سبا او نويو ګامونو په اړه خوښي او هیلې هم څپې وهلې.

د جامعې موظفینو همدارنګه د مفتی عبدالوارث بسام ته د مبارکۍ ترڅنګ، چې د ننګرهار ولایت د جامعه امام ابو حنیفه – رحمه الله – د رییس په توګه وګومارل شول، له لوی څښتن تعالی څخه دعا وکړه چې دواړه ستر شخصیتونه د دین او علم په خدمت کې بریالي او مؤید وګرځوي.

دغه غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده؛ هغه دعا چې د ژبو نه تلفظ شوه او د زړونو په ژورو کې کښیناست:
«ای خدايه! دغه بدلون او تحول د برکت، توفیق او لا ډېرې ودې سبب وګرځوه، د جامعې، د علم خاوندانو او د مسلمان امت لپاره».

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د ملا علی قاری هروی رح د تخصصاتو په جامعه کې د «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» قانون د رسمي جریدې د درسونو لړۍ پای ته ورسېده

نېټه: پنجشنبه، ۱۴۴۸/۶/۸ هـ.ق = ۱۴۰۵/۸/۲۸ هـ.ش

د ملا علی قاری هروی رح د تخصصاتو جامعې د کارکوونکو، استادانو او فاضلانو د دیني پوهاوي لوړولو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د احکامو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۳۴
Background image

د امیرالمؤمنین د ۱۷م فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه په جامعه ملا علي قاري کې ترسره شوه


د چهارشنبې په ورځ، د دعوت او ارشاد مدیریت له لوري د امیرالمؤمنین د ۱۷م فرمان په اړه د عامه پوهاوي غونډه د جامعه ملا علي قاري په جامعې کې ترسره شوه.

د یاد فرمان د تشریح او بیان لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعی نوی رئیس معرفي سو .

نن د هرات په ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه کې په جوړه شوې غونډه کې مفتي سید انوارالحق حبیبي د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه د نوي رئیس په توګه د مفتي عبدالستار المحسن، د. . .

BACK TO NEWS