د ملا علی القاری الهروی رح جامعه

د ملا علی القاری الهروي رحمه الله د جامعې رئیس پیغام

10 میاشتې 2 اونی ago

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی سیدنا محمد وعلى آله وأصحابه أجمعین

وروڼو، قدرمنو علماوو او د علم زده کوونکو !

جامعه ملا علي القاري الهروي (رحمه‌الله) د یو مخکښ تعلیمي بنسټ په توګه، د دیني علماوو د علمي او تحقيقي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ویاړ لري، څو د افتا او قضا په برخو کې، په لوړو علمي او تخصصي سطحو کې خدمت وکړي. زموږ موخه دا ده چې د قدرمنو علماوو د علمي او فکري استعدادونو د لوړوالي لپاره مناسب چاپېریال برابر کړو، کوم چې د اسلامي امت د لارښوونې مسؤلیت لري.

موږ د ملا علی القاري الهروي په جامعې کې دا باور لرو چې علم او معرفت هغه رڼا ده چې د انسان لار د حق او عدالت پر لور روښانه کوي. له همدې امله، زموږ هڅه دا ده چې داسې تعلیمي پروګرامونه وړاندې کړو چې د نن ورځې اړتیاوې پوره کړي او د اسلامي شریعت له اصولو او ارزښتونو سره سمون ولري.

تاسو قدرمنو علماوو ته ډاډ درکوو چې زموږ جامعه ژمنه ده چې داسې علمي او فقهي شخصیتونه وروزي، چې د معاصرې نړۍ له چیلنجونو سره مقابله وکړي او د اسلامي امت اړتیاوو ته مناسب ځواب ووايي.

له لوی څښتن (جل جلاله) څخه غواړو چې موږ ته په دې مهمه دنده کې توفیق راکړي او ټول مو د علم د خپرولو او د اسلامي ارزښتونو د احیا په لاره کې ثابت قدمه وساتي.

و ما توفیقی الا بالله علیه توکلت وإلیه أنیب

شیخ الحدیث و التفسیر مفتی عبدالستار "المحسن" رییس جامعه الملا علی القاری الهروی رحمه الله

PublicationsAll Publication

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د جامعي کمپیوتر لیبونه

ویدیو کنفرانس اتاق

د جامعي کتابتون

د جامعي عکسونه

VacanciesAll available vacancies

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۱۴

Herat

Background image

د ملا علی القاری الهروی رحمه الله پوهنتون کې د ۶ خالي بستونو اعلان

د ملا علی القاری الهروی رحمه الله د جامعی لخوا، د کار اهل کسانو ته د دندو سپارلو په موخه، خپل ۶ خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

کادري بستونه

د ملا علي قاري هروي جامعه ریاست د کادري بستونو اعلان

د ملا علي قاري هروي جامعه ریاست په نوي تحصیلي کال (1446 هـ ق) کې څو تنه متخصص استادانو ته اړتیا لري. له همدې امله، ټولو محترمو . . .

Latest announcementsAll announcements

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د علماؤ کرام د تحریري امتحان پایلې د افتا او قضا په برخو کې

په هغه تحریري امتحان کې چې له ۱۰۳ محصلینو څخه واخیستل شو، ۶۹ تنه بریالي شوي دي

تازه خبرونهنور دلته

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه د «اول نمره» محصلانو د استخدام بهیر پیل شوی دی.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې شاوخوا ۱۵۵۵ محصلان ممتاز د ارزونې او معاینې لپاره راټول شوي دي او له امتحان وروسته به د اړتیا پر بنسټ په بېلابېلو دولتي ادارو کې، لکه ستره محکمه، د حج او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۹:۴۰
Background image

د افتاء اوقضاء څانګي څخه( ٤٨) تنه متخصصین د يو شاندارو مراسمو په ترڅ کښي فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول:

د هرات ملا علي القاري ؒ جامعې ریاست اړوند د افتاء او قضاء څانګي څخه ( ٤٨) تنه متخصصین علماءکرام تر دوه کلن تحصیلي مزل او د ټاکل سوي نصاب او د تعین سوي استفتاؤ د حل کیدو. . .