د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه د «اول نمره» محصلانو د استخدام بهیر پیل شوی دی.
د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې شاوخوا ۱۵۵۵ محصلان ممتاز د ارزونې او معاینې لپاره راټول شوي دي او له امتحان وروسته به د اړتیا پر بنسټ په بېلابېلو دولتي ادارو کې، لکه ستره محکمه، د حج او اوقاف وزارت او نورو دولتي بنسټونو کې مقرر شي.
د مسئولینو په وینا، د دې پروګرام هدف دا دی چې د ځوانانو علمي او تخصصي ظرفیتونه په بېلابېلو دولتي برخو کې وکارول شي.
په دې بهیر کې هم دینی مدارس فارغان او هم د پوهنتونونو ممتاز محصلان شامل دي.
