د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خیرخوا د ملا علي القاري الهروي (رحمه الله) ټولنې استادانو او فاضلانو سره وکتل.

alhj_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۲۲:۱۶
h

د لوړو زده کړو وزارت علمي معين، د علماؤ او فاضلانو په مجلس کې د ګډون له امله خپله خوښي څرګنده کړه او د دیني علومو د لوړ مقام او د هغې د ټولنې په پرمختګ او پرمختیا کې د اهمیت په اړه خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې الحمدلله د اسلامي نظام په راتګ سره علماؤ او فاضلانو ته یوه ښه موقع برابره شوې ده چې باید له دې موقع څخه په ښه توګه ګټه واخیستل شي.
نوموړي فاضلانو ته په نیت اصلاح، د اعتدال او منځلاریتوب په ساتنه او په علمي چارو کې په دقت باندې لازمې سپارښتنې وکړې. د لوړو زده کړو وزارت علمي معين ټینګار وکړ چې دغه اصول په ځانګړې توګه د علم او زده کړو په ډګر کې ځانګړی اهمیت لري او د ټولنې د علمي بنسټ په پیاوړي کولو کې اغېزمن رول لوبولی شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۰:۲۴
Background image

د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعی نوی رئیس معرفي سو .

نن د هرات په ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه کې په جوړه شوې غونډه کې مفتي سید انوارالحق حبیبي د ملا علي القاري الهروي رحمه الله جامعه د نوي رئیس په توګه د مفتي عبدالستار المحسن، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۳۴
Background image

د اسلامي امارت د مشر په لارښوونه د «اول نمره» محصلانو د استخدام بهیر پیل شوی دی.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي چې شاوخوا ۱۵۵۵ محصلان ممتاز د ارزونې او معاینې لپاره راټول شوي دي او له امتحان وروسته به د اړتیا پر بنسټ په بېلابېلو دولتي ادارو کې، لکه ستره محکمه، د حج او. . .

BACK TO NEWS