د ملا علي القاري الهروي رحمهالله جامعه د کادری بستونو اعلان
د ملا علي قاري هروي جامعه ریاست د کادري بستونو اعلان
د ملا علي قاري هروي جامعه ریاست په نوي تحصیلي کال (1446 هـ ق) کې څو تنه متخصص استادانو ته اړتیا لري. له همدې امله، ټولو محترمو علماؤ ته خبر ورکول کیږي چې لاندې شرایط ولري، د نوم ثبتولو لپاره دې دې ادارې ته مراجعه وکړي. د نوملیکنې پیل نېټه:
08/09/1446 هـ ق (برابر د 18/12/1403 شـ)
د نوملیکنې شرایط:
- عمر باید لږ تر لږه 30 کاله وي.
- لږ تر لږه 10 کاله د تدریس تجربه ولري.
- یا لږ تر لږه 5 کاله د تدریس تجربه او د معتبرې مدرسې څخه د دوه کلن تخصصي فقهي دورې سند ولري.
- د تدریس تجربه باید د اړوندې مدرسې لهخوا تصدیق شوې وي.
یادونه: د تدریس تجربه باید د ټولو فنونو پوښښ وکړي، او په دوره حدیث کې تدریس کړی وي.
ځای:
هرات، اتمه ناحیه، تخت صفر، د ملا علي قاري هروي رح جامعه.
د اړیکې شمیرې:
0789118053 - 0799025802
